له افغانستان څخه د نشه یي توکو او وسلو د قاچاق په اړه د راپورونو په غبرګون کي د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کي ویلي چي د افغانستان شاوخوا د امنیتي کمربند د جوړولو اړتیا نسته.
هغه د افغانستان د امنیت پر کنټرول ټینګار وکړ او ویې ویل چي ترهګري ډلي لکه داعش ښه ځپل سوې ده.
بل لور ته، د سیاسي چارو کارپوهان وایي، باید روښانه سي چي د دې طرحي هدف څه دی او ایا دا یوازي د ګډو ګټو د خپلواکو هیوادونو ترمنځ په پولو کي پلی کېږي او که د ټول افغانستان په شاوخوا کي.
د دوی په وینا، د ګډو ګټو د خپلواکو هیوادونو لپاره اړینه نه ده چي د افغانستان له امنیتي ګواښونو وبېرېږي، بلکي باید په خپلو هیوادونو کي دننه د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه ولري.