مجاهد وایي، په دوحه کي يې له امریکایي استازو سره د زندانیانو پر تبادلې هم خبري کړي دي

دوحې ته د حکومت د تللي پلاوي مشر او ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي، د دوحې د غونډې په څنډه کي یې له امریکایي استازو سره د زندانیاتو پر تبادلې هم خبري کړي دي.
مجاهد نن په کابل کي خبریالانو ته وویل، دوه امریکایي اتباع دا مهال په زندان کي دي او په خبره یې د ازادۍ لپاره یې باید د حکومت شرطونه ومنل سي.
مجاهد دا معلومات نه دي ورکړي چي څومره شمېر افغانان دا مهال په ګوانتانامو او د امریکا په زندانونو کي بندیان دي.
مجاهد دوحې ته د خپل پلاوي سفر هم ګټور یاد کړی او وايي، یوه لاسته راوړنه یې دا وه چي غونډه د دوی له شرایطو سره سمه ترسره سوه.
د دوحې په غونډه کي د افغان ميرمنو او مدني فعالانو ځای خالي وو.