په بهر کي مېشتو افغانانو د یوه افغان ورزش کاره له پاره، چي د سرطان له سختي ناروغۍ سره لاس او ګرېوان دئ، د مرستي لاس اوږد کړی. په امريکا کي مېشت افغان مبارز مجيد قرار د دې ستر انساني هدف له پاره ږغ پورته کړی او له ټولو افغانانو ئې غوښتي چي د دې ځوان د ژوند ژغورلو له پاره خپل د توان تر کچي پوري مرسته وکړي.
((راځئ، په دې سختو شېبو کي د یووالي او همدردۍ روحیه څرګنده کړو او د یوه افغان ځوان ژوند ته هیلي ور وبخښو. هره مرسته، که کوچنۍ وي اوکه لویه، د دې ځوان له پاره د ژوند نوی فرصت دئ. راځئ، د خپلي خواخوږۍ او مرستي له لاري دا مبارزه بریالۍ کړو))
هغه د ټولو شتمنو افغانانو څخه غوښتي، چي د دغه افغان ځوان د ژوند ژغورلو له پاره د لاندي لينک د لاري خپل مرستي شريکي کړئ.