محلي سرچینې وايي، د غزني په جاغوري ولسوالۍ کي طـ..البانو یو تنکی ځوان د ولسوالۍ پر ودانۍ د برید په تور وژلی او تر هغه وروسته یې ۱۲ تنه د هغه له خپلوانو او نږدې کسانو نیولي دي.
د سرچینو په وینا، ط…البانو د وژل سوي ځوان جسد کورنۍ ته سپارلی او ورته ویلي يې دي چي باید پرته له جنازې يې خاورو ته وسپاري.
د سرچینو په وینا، دغه پېښه تېره اونۍ چهارشنبه رامنځ ته سوې ده.
د سرچینو له قوله، د پېښي وروسته ط…البانو د سیمې مشران راوغوښتل او ادعا یې وکړه چي دغه ځوان د ولسوالۍ پر ودانۍ برید تر سره کړی وو.
د ط…البانو په وینا، مهدي له بل تن سره یو ځای د برید وروسته تښتېدلی وو، چي یو یې وژل سوی او بل تښتېدلی دی.
له دې پېښې وروسته ط…البانو ۱۲ تنه له هغه کسانو نیولي چي د مهدی همصنفيان او نږدې دوستان دي او د غزني ولایت مرکزي زندان ته انتقال سوي دي.
چارواکو په رسمي ډول د دې پېښي په اړه څه نه دي ویلي.