محمد اشرف غني: داسي نظام ته اړتیا ده چي ولس له مایوسۍ څخه راوباسي

د مخکني حکومت پر مهال ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د افغانستان لپاره عادل او مشروع نظام اړین دی.
هغه د نوي کال په مناسبت په یوه پیغام کي ویلي، چي افغانستان او افغان ملت یو عادل او منلي نظام ته اړتیا لري تر څو دوی له مایوسۍ وژغوري او د هیلو نوی لید ورکړي.
هغه زیاته کړې، له زرو ډیري ورځي کیږي چي د نجونو پر زده کړو بندیز دی او لا یې هم برخلیک نه دی معلوم.
پخواني ولسمشر پر خپل اېکس پاڼه د ږغیز پیغام په خپرولو سره د نجونو لپاره د ښوونځیو د دروازو په پرانیستو ټينګار کړی او زیاته کړې یې ده چي د هلکانو په تعلیمي نصاب کي هم باید ښه والی راسي.
هغه پر داسي مهال د نجونو د ښوونځيو د دروازو پرانیستو او د تعلیمي نصاب د ښه کېدو خبره کوي، چي په افغانستان کي نوی ښونیز کال یو ځل بیا د نجونو له حضور پرته پیل سو.
اسلامي امارت په وار وار ویلي، چي د اصلاحاتو په را وستو به له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کړي هم پیل سي، خو لا هم نه دي پيل سوي.