پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د پوډکاستونو په لړۍ کي ویلي، چي د افغانستان له اوسني بد وضعیت څخه انکار به د حالاتو د لا خرابیدو سبب سي.
هغه وایي، په هغه ټولنه کي چي د اسلامي شریعت اساسي اصول لکه د ژوند، دین، ملکیت، او ټولنیز ژوند مصوونیت شتون نه لري، وضعیت نور هم کړکیچن کیږي.
پخوانی ولسمشر اشرف غني وایي، چي د افغانستان په ټولنه کي د افراط او تفریط کچه په چټکۍ سره ډېریږي او دغه کار د افغانانو په دیني زده کړو کي هېڅ ډول اساس نه لري ځکه یې ولس هم په حقه او مشروع نه بولي.
هغه په بهرنیو مرستو د اتکا ډېرېدلو ته اشاره کوي او وایي، چي اسلامي امارت لا دمخه، په محدودو نړیوالو مرستو باندي اتکا قبوله کړې ده او د کډوالو په راتګ سره به په مرستو تکیه نوره ډیره سي.
غني زیاتوي، چي اسلامي امارت باید دا هیر نه کړي چي افغانستان نور د نړۍوالو د توجو مرکز نه دی.
هغه ویلي، چي په ورته وخت کي د اقتصادي او ټولنیزو بحرانونو ډیریدل به سیاسي بحران نور هم ژور او پیچلی کړي او بشپړ امنیتي بحران به رامنځته کړي.
ښاغلی غني وایي، د ملي او نړۍوال مشروعیت لپاره داسي اجماع ته اړتیا ده چي په هغه کي د ملت ډېره برخه شتون ولري.