قصاص قتل نه دی. کله چې په قرآن کریم کې د قصاص ذکر راځي، نو فورا داسې انګېرل کېږې چې ګواکې قصاص یعني فقط دمقتول د قاتل وژل دي. که چېرې داسې وای نو د قصاص پرځای به د قتل کلمه راغلې وه.
قصاص تر قتل او اعدام ډېر جامع عمل دی. لومړی دا چې قصاص د ولی الدم حق دی. یعني دا د مقتول د وارث حق دی، نه د کوم قاضي یا محکمې. قصاص هغه وخت تطبيقېږې چې د مقتول قتل عمدي او قصدي وي. قصاص کې دیت سته، قتل او بخښنه سته. د بدن د غړي هم قصاص سته چې دې ته جزئي یا قسمي قصاص وایې. په داسې حال کې چې په قتل کې یوازې وژل دي او بس. قصاص اللهې امر دی او قتل اصولا حرام دی، مګر په حق سره.
قرآن کریم کې د قصاص سره د «فرض» کلمه نه ده ذکر سوې، بلکه د «کتب» کلمه یې استفاده کړې ده. «يا أيها الذين آمنوا كتب عليكم القصاص في القتلى …». ځکه فرض کې محدودیت وي اما په کتب کې ګڼ احتمالات وي. مثلا په قصاص کې یوازې د مقتول قتل نه دی محدد سوی، بلکه د عفوې او دیت اخېستلو اختیار هم وارث یا ولی الدم ته ورکړل سویدی. په قرآن کریم کې د «فرض» او «کتب» کلمات د همدې تفکیک په نظر کې نېولو سره کارول سوېدې.
اما د اعدام ټکی په دین کې نسته مګر که چېرې د مقتول د قتل کیفیت د اعدام په بڼه وي، بیا تطبیق کېدای سې. د قصاص بل مفهوم دادی چې که چېرې د مقتول وارث یا ولي الدم ورته عفوه وکړي، نو قاضي بیا حق نلري چې قاتل ووژني. ترڅنګ قصاص په هماغه طریقه، کیفیت، دقت او وسېله وي چې په کومه بڼه له مقتول سره سوی وي. ځکه اسلام د عدالت دین دی. په قصاص کې به هم اسراف او هم له حد څخه تجاوز نه کوي.
اسلام د اعتدال دین دی. نو په «ولکم فی القصاص حیاة یا اولی الباب» کې هم د بدل اخېستلو، هم دیت او هم عفوه کولو ټولو کې ژوند دی. دلته یوازې د قصاص په یوه برخه او احتمال چې انتقام دی ژوند نه دی. ددې دا مانا هم ده چې کله دقاتل او مقتول د وارثینو ترمنځ پر دیت او بخښنې توافق وسي، نو قاتل ته ژوند ورپه برخه کېږې، او که چېرې د مقتول وارثین حتما قاتل ووژني نو نورو قاتلینو ته عبرت ګرځي، نو هغوی له قتل څخه لاس اخلي.
ستونزه داده چې زموږ ټولنه کې د علماوو له لورې ددیني احکامو تشریح له ټول جامعیت سره نه کېږې. تر ډېره برېده دلته د قصاص تر شاه سیاسي اهداف، دودیز تصور، ناسم قرائت او د واک او اقتدار دثبات اجنډا موجوده وي، په داسې حال کې چې په قصاص کې د کورنیو او ټولنې د ثبات او ژوند اجنډا وي. تر ډېره په استبدادي او دیکتاتوري نظامونو کې د اعدام او په مذهبي استبدادي نظام کې قصاص د انتقام وسیله او د ددوی د واک د اسلامي ښودلو په منظور وي.
هغه کسان چې په قصاص نقد کوي، د هغوی ستونزه داده چې هغوی فکر کوي چې قصاص حتما او بلا ځنډ د مقتول د وژلو او اعدام کولو په مانا دی. هغوی دا انګېرنه هم ځکه کوي چې بدبختانه یو خو د قصاص په اړه جامع تشریح ورته نه وي معلومه، بل هغوی هم له قصاص سره سیاسي چلند کوي، او بل دا چې په کومه ناسمه طریقه چې قصاص تطبيقېږې، فکر کوي چې همدا یې قرآنې بڼه ده، په داسې حال کې چې قصاص کې حتی حکومت او قاضي کولای سې د مقتول وارثین دې ته وهڅوي چې ورته عفوه وکړي او عفوه له قتل څخه غوره ده او په دې کې هم ژوند دی.
نو په همدې ایت کې د «فَمَنْ عُفِيَ لَهُ مِنْ أَخِيهِ شَيْءٌ…» برخه کې عفوه هم د قصاص برخه ده. په قبایلي ټولنو کې که دقصاص په لومړۍ مرحله کې دعفوې برخه تشویق سي، تاثیر به یې زیات وي. ځکه قبایلي وګړي له قتل سره سره ولو که د قاضي له لورې هم وي ، د بیا انتقام اخېستلو تلوسه لري. اما که د قصاص د عفوې، ننواتې او بخښنې برخه ونېول سي، نو دانتقام اخېستلو روحیه کاملا ختمېږې. بلکې تر پایه به د مقتول د کورنۍ احسان هم یاد ساتي.
بدبختانه اسلام ډېر مظلوم دین واقع سوی دی او علت یې له اسلام څخه افراطي او يا تفریطي انګېرنه ده. بل دا چې اسلام یوازې د سیاسي اهدافو لپاره څنګه یې چې زړه وي، هماغسې یې کاروي. دې کار دقصاص او حدودو په اړه ډېر ناسم تصور ایجاد کړیدی. حدود او قصاص هم فرق لري چې بل وخت به پرې بحث وکړو. نو له قصاص انکار او د قصاص یوازې د قتل برخه منل؛ او د عفوې برخه حذفول، دواړه انکار دی. یوه ډله له ټول حکم او بل یې د حکم له یوې برخې انکار کوي او دواړه ناسم دي او له جزء انکار له کل انکار دی.
أَفَتُؤْمِنُونَ بِبَعْضِ الْكِتَابِ وَتَكْفُرُونَ بِبَعْضٍ ۚ فَمَا جَزَاءُ مَن يَفْعَلُ ذَٰلِكَ مِنكُمْ إِلَّا خِزْيٌ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا ۖ وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ يُرَدُّونَ إِلَىٰ أَشَدِّ الْعَذَابِ….
د پورته ایت مفهوم دادی چې ایا د کتاب ځیني برخې منئ او له ځینو انکار کوي. هغه خلک چې دا کار کوي، په دنیا کې رسوایې او د قیامت په ورځ به سخترین عذاب سره مخ وي.
دا چې قصاص تطبیق د چا کار دی. قوي احتمال دادی چې دانحصاري، استبدادي او دیکتاتوري حاکمیت په موجودیت کې ددې وېره او شک ډېر زیات دی چې تجاوز او بې عدالتي وسي کوم چې ددین او قصاص له روح سره په ټکر کې ده.
محمد حلیم فدایي