محمد یعقوب مجاهد: نړۍ باید زموږ د نظام د ډول سره کار ونه لري

په داسي حال کي چي نړیوالي ټولني په پرله پسې ډول پر ا.ا ږغ کړی چي د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو حقونو ته درناوی وکړي او په هیواد کي ټولګډونه حکومت جوړ کړي، د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد په یوه مرکه کي ویلي چي نړۍ باید د دوی «د نظام د ډول» سره کار ونه لري.
هغه ټینګار کړی چي بهرنیان باید د رژیمونو په ګډون د هیوادونو په کورنیو چارو کي لاسوهنه ونه کړي، بلکي یوازي هغه مسایل راپورته کړي چي د ځان لپاره يې ګواښ ګڼي.
ا.ا سیاسي جوړښت او مسایل لکه د بشري حقونو او ښځو حقونه داخلي مسایل ګڼي، خو ملګرو ملتونو ویلي چي د افغانستان د نړیوالو مکلفیتونو پر بنسټ دا داخلي مسایل نه دي او باید په نړیواله کچه ورباندي بحث وسي.