محمود خان اڅکزي او مولانا فضل الرحمن د چمن پرلتوالو یو ځل بیا د ستونزو د حل ډاډ ورکړی

د ډیورنډ کرښي ها غاړي په چمن کي له تیرو شاوخوا ۷ میاشتو راهیسي د خلکو پرلت روان دی او دوی د چمن – سپين بولدک پر دروازه د پخوا په څېر پرته له پاسپورټ څخه تګ راتګ غواړي.
د دغه پرلت غړو ته که څه هم په تېرو میاشتو کي د پښتنو د ګوندونو بېلابېلو مشرانو د ستونزي د حل ډاډ ورکړی وو خو کومه ګټه يې نه وه کړې.
د پرلت غړي وايي، تازه د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمن او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي دوی ته د ستونزو د هواري ډاډ ورکړی.
د دوی په وینا، د دروازې له بندېدو سره په چمن کي کاروبار پيکه سوی او ډېری خلک بې روزګاره دي.
د پاکستان حکومت بیا پر خپله پرېکړه ټینګار کوي او وایي، هیچا ته به اجازه ورنه کړي چي پرته له پاسپورټ او وېزې څخه پر ډيورنډ کرښه تګ راتګ وکړي.
د سپین – بولدک چمن د دروازې له بندېدو سره په سپین بولدک ولسوالۍ کي هم کاروبارونه درېدلي او زرګونه کسان بې روزګاره دي.