مخابراتو وزارت وایي، د بېلابېلو شبکو ۱۰ میلیونه سیم کارتونه ثبت او قانوني سوي دي

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت چارواکي وايي، د دغه وزارت د سیمکارټونو د طرزالعمل د تطبیق له پیله تر اوسه ۱۰میلیونه مخابراتي سیمکارټونه په قانوني ډول ثبت او راجسټر سوي دي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ویاند عنایت الله الکوزی وایي، په کابل کي د مخابراتي سیمکارټونو د ثبت پروسه ۶۰ سلنه بشپړه سوې او پاته ۴۰ سلنه به هم په لنډو څو میاشتو کي بشپړه سي.
الکوزي زیاته کړې، چي ټولو مخابراتي شرکتونو ته د میاشتې د ۲۵۰زرو سیمکارټونو د ثبت او راجسټر لارښوونه سوې، چي د همدې میکانیزم په بشپړولو سره کولای سي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له «اترا» ادارې څخه نوي سیمکارټونه ترلاسه کړي.
اوسمهال په هيواد کي د فعالو مخابراتي سیمکارټونه شمېر ۲۳ میلیونو ته رسېږي او په قانوني ډول د سیمکارټونو د ثبت او راجسټر بهیر دوام لري.