مخکیني ولسمشر اشرف غني د پکتیکا د پېښي په غبرګون کي ویلي، چي ستونزي په وژلو، ځپلو او کړولو نه هواریږي او د دې لپاره عقل، تدبیر او منطق ته اړتیا ده

اشرف غني وايي، د پاکستان دوه ګونی سیاست چي افغانستان کي تاوتریخوالی شرعي او په پاکستان کي یې ترهګري ګڼي، له عملي منطق سره اړخ نه لګوي.

هغه پر خپل اېکس لیکلي چي د ‌ډیورنډ کرښي دواړو غاړو ته د جنایاتو په دوام، یو ځل بیا د افغانو خاوره د بمباریو نښه سوې او د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کي د بې ګناه کسانو وینه بهیول سوې.

اشرف غني زیاته کړې، لسیزي وسوې چي د ډیورنډ کرښي د دواړو خواوو د ولسونو د ځپني او د ځینو کړیو د سیاسي ګټو لپاره هلته د تاوتریخوالي د پاروني او وژني تګلاره پرله پسې پراخېږي.

نوموړی وايي، وینه هغه وخت درېدلای سي چي ټولو افغانانو ته په افغانستان، خیبر پښتونخوا او بلوڅو ته له نورو قومونو سره په ګډه په بلوچستان کي د سوله ییز ژوندان امکان او انتخاب ورکړل سي.