مسؤلين: په کندهار کي د مختلفو کلپونو تر منځ د قوت الرمي ټاکنیزي سیالۍ ترسره سوې.

مسوولین وایي، د کندهار ولایت په غازي محمد ایوب خان لوبغالي کي د کندهار له ټولو کلپونو څخه د ۶۲ ورزش کارانو ترمنځ د نویو ځوانانو، ځوانانو او مشرانو ورزش کارانو په عمري کټګوریو کي د قوت الرمي ټاکنیزي سیالۍ ترسره سوې.

د یادو سیالیو په پایله کي اته تنه د مشرانو له کټګوري، شپږ تنه د ځوانانو له کټګوري او پنځه تنه د نویو ځوانانو له کټګوري څخه د کندهار ولایت د قوت الرمي ټاکنیزي لوبډلې ته وټاکل سول.