مسلمانان نن د حج ستر رکن (وقوف عرفات) ادا کوي

د نړۍ د زيات شمېر سلګونه زره مسلمانان نن په سعودي عربستان کښي د عرفات مراسم پر ځای کوي.
حاجيان تېره شپه له مکې مکرمې منا ته تللي وو او نن له غرمې مخکي د عرفات غونډۍ ته راټول سوي دي او د (لبيک اللهم لبيک) په ويلو سره د الله ج په دربار کښي د مغفرت دعاوي کوي.