مسوولین: ایران د افغانستان د ټرانزیټي مالونو پر وړاندي ستونزي جوړوي

د کندهار د سوداګرۍ او پانګوني خوني مسوولین وایي، د پاکستان تر څنګ ایران هم په دې وروستیو کي د افغانستان د ټرانزیټي مالونو پر وړاندي ستونزي جوړوي.

د دغه خوني مرستیال انجنیر عبدالباقي بینا وایي، د پاکستان په څیر چي اکثره وخت د افغانستان تازه مېوو او نورو صادراتي توکو ته ستونزي جوړوي ایران هم په دې وروستیو کي ستونزي زیاتي کړي دي.

د هغه په وینا، په دې اړه یې له حکومتي مسوولینو سره خبري کړي او غوښتنه یې کړې چي د سوداګرو لپاره پر نورو بدیلو لارو غور وکړي تر څو منځنۍ اسیا او نورو هیوادونو ته د افغانستان مېوه او نور توکي په ښه ډول او پرته له ستونزو ورسیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *