مسوولین: د بارانونو او سېلابونو له امله ۳۳ تنه مړه او تر ۶۰۰ زیات کورونه ویجاړ سوي

چارواکي وایي، د هیواد په بېلابیلو ولایتونو کي د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله ۳۳ تنه مړه او تر ۶۰۰ زیات کورونه ویجاړ سوي دي.
پېښو ته د رسېدو په چارو کي د دولت وزارت وايي، چي له اختر وروسته د افغانستان په ۲۰ ولایتونو کي بارانونو او سېلابونو خلکو ته د ځاني زیانونو ترڅنګ ګڼ مالي زیانونه هم اړولي دي.
د دغه وزارت ویاند ملا جانان سايق په کابل کي یوې خبري غونډي ته ویلي، چي کندهار، روزګان، هلمند، زابل، فراه، بادغیس، تخار، پروان، ننګرهار، خوست، دایکندي، کونړ، کاپیسا، پنجشېر، پکتیکا، پکتیا، لوګر، لغمان، هرات او کابل، هغه ولایتونه دي چي د سختو بارانونو او سېلابونو له امله زيانمن سوي دي.
هغه زياته کړه، چي شاوخوا دوه سوه څاروي هم له منځه تللي او تر زرو زياتي کورنۍ زيانمني سوي دي.
ملګري ملتونه وایي، افغانستان د اقليم د بدلون په برخه کي د هغه لسو هیوادونو په ډله کي دی چي تر ټولو زيات زيانمنوونکي دي خو د پایلو سره یې د مبارزې لپاره کافي اسانتیاوي نه لري.