مسوولین: د کابل – کندهار لویې لاري د ډمبر چاري په ارغندۍ سیمه کي هم پيل سوي

چارواکي وایي، د کابل – کندهار لویې لاري اړوند له ارغندۍ سیمي څخه تر دراني بازار پوري د سړک د دویمي طبقې د ډمبر اچوني کار پیل او دامهال په چټکۍ سره جریان لري.
د ټولګټو چارو وزارت مسوولین وایي، دغه وزارت تېر کال د کابل – کندهار لویې لاري د اساسي ترمیم او بیا رغوني کار پيل کړی وو، چي لومړۍ برخه یې د ۲۷ کیلومتره په اوږدوالي سره د کابل ولایت له ارغندۍ سیمي څخه پيل د میدان وردګ ولایت تر دراني بازار پوري رسیږي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخي، د لومړۍ طبقي د ډمبر کار یې ۹۵ سلنه تېر کال بشپړ سوی وو او د دوهمي طبقې کار یې دا مهال په چټکۍ سره جریان لري چي د دریمي طبقې له بشپړیدو وروسته به ګټي اخیستنې ته وسپارل سي.