مسوولین : د کندهار په لوړ شاولیکوټ ولسوالۍ کي د زیات اورښت او باد له امله زیات شمیر د انځرو باغونه، زراعتي ځمکي، لمریزي هینداري، د اوبو برمې او څارویو ته زیان اوښتی

د کرني ریاست وایي، په لوړ شاولیکوټ ولسوالۍ کي په زیاته اندازه د انځرو باغونه سته او د کرنې زیات تولید یې انځر دي خو دغه انځر د بې وخته بارانو له امله خراب سوي دي چي له دې سره خلکو ته میلیونونه افغانۍ زیان رسېدلی.

د مسوولینو په وینا، دوې اونۍ وړاندي هم د کندهار په معروف ولسوالۍ کي د شدیدو اورښتونو له امله ۱۵۰ جریبه د انګورو باغونه، ۱۰۰ جریبه د بادامو باغونه او ۵۰۰ جریبه د مرچکو مځکه تخریب کړې وه.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندني ادارې بیا د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کي د سختو بارانونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.