مسوولین: د کندهار په میوزیم کي د نويو ترلاسه سوو اثارو د ترمیم او ثبت چاري تر سره کیږي

مسوولین وایي، د کندهار اطلاعات او فرهنګ رياست اړوند میوزیم کي د نويو ترلاسه سوو اثارو د ترمیم او ثبت چاري رواني دي.
د هنر او فرهنګ آمر عبدالشکور څپاند وايي، چي د افغانستان ملي میوزیم ریاست درې کسيزه مسلکي او تخنیکي پلاوي په اطلاعات او فرهنګ رياست کي د نوي جوړونکي میوزیم او د موجوده منقولو اثارو د تشخیص، ثبت، ترمیم او عکاسۍ په موخه سفر کړی دی.
د ښاغلي څپاند په وينا، راغلی پلاوی به هغه تاریخي اثار چي په نژدې کلونو کي کندهار میوزیم ته سپارل سوي وه، لومړی ثبت، ترمیم او پاکاري کړي، وروسته به یې د نمایش په هدف میوزیم کي ننداري ته وړاندي کړي.
د يادولو وړ ده، چي د کندهار اطلاعات او فرهنګ رياست اړوند ميوزیم د هیواد یو له بډایه او لرغونو ميوزیمونو څخه ګڼل کیږي، چي شاوخوا تر شپږ زره کلونو لرغوني د بېلا بېلو دورو آثار پکښي پراته دي.