مسوولین: له بلخ څخه څه باندي دوه میلیونه افغانۍ او ۱۶ موټره خوراکي توکي بغلان ته لېږدول سوي

د بلخ ولایتي مسوولین وایي، له دغه ولایت څخه څه باندي ۲ میلیونه افغانۍ او ۱۶ لوی موټره خوراکي او نور توکي د بغلان ولایت سېلاب ځپلو ته لېږدول سوي دي.
د بلخ د والي ویاند حاجي زید په وینا، دغه پیسې، خوراکي او نور توکي د بلخ ولایت د سوداګرو او مسوولینو په همکارۍ راټول سوي وه.
د راپورونو له مخي په بغلان کي سېلابونو د نورو مالي او ځاني زیانونو تر څنګ ډیري کرنيزي مځکي هم ويجاړي کړي چي د دغه ولايت د خلکو د عايد يوه سرچينه بلل کېده.
ویل کیږي چي په ډيری سیمو کي سېلابونو کورونه، مځکي، خوراکي او نور توکي ټول خراب کړي او د دغه ولایت د سېلاب ځپلو سیمو اوسېدونکي له قحطۍ سره مخ دي.