د کندهار ولایت د ارغنداب د امنیې قومندانۍ مسوولین وایي، چې له تېرو درېیو میاشتو راهیسي د ارغنداب ولسوالۍ لویي ويالې اوبو ۱۶تنه ډوب کړي، چي ۶ تنه یې کوچنیان دي.
ښاغلي حافظ ویلي، که چیري پولیسو پر وخت د خلکو ژغورني ته رسېدنه نه وای کړې، ښایي دا شمېر به دوه برابره وه.
نوموړي له هيوادوالو غوښتي چي په ډيرو او ژورو اوبو کي دي نه لمبیږي.
د یادوني ده، چي هر کال د هوا په ګرمېدو سره په کندهار کي ځوانان د ارغنداب لویي ویالې ته د لمبېدو لپاره ورځي، چي ځيني وخت په اوبو کي ژوند له لاسه ورکوي.
دا په داسي حال کي ده، چي څه موده وړاندي د ننګرهار ولایت مسئولینو وروسته له هغه په دې ولایت کي په ویالو او رودونو کي د ځوانانو او کوچنیانو پر لمبېدو بندیز ولګاوه، چې یوه تنکي ځوان په اوبو کې د ډوبېدو له کبله ژوند له لاسه ورکړ.