مسوولین: په بدخشان کي ۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د بدخشان امنیتي مسوولین وايي، د یک شنبې په ورځ غرمه مهال په دغه ولایت کي د یوې ترافیکي پېښي له امله څلور کسان وژل سوي او دوه تنه نور ژوبل سوي دي.
د یاد ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند احسان کامګار ویلي چي، دا ترافیکي پېښه د اشکاشم- شغنان پر لاره د یوه سراچه ډوله موټر د چپه کېدو له امله رامنځ ته سوې ده.
د کامګار په وینا، ژوبل سوي کسان د یاد ولایت د مرکز فیض اباد ښار روغتون ته لېږدول سوي، خو د هغوی د روغتیايي حالت په اړه یې څه نه دي ویلي.
مسوولین وایي، ترافیکي پېښي اکثره وخت د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ، ترافیکي قوانینو نه مراعتولو، تېز تګ راتګ او ځينو نورو عواملو له امله رامنځ ته کیږي.