مسوولین: په هرات کي تر ۱۰۰۰ زیاتي تولیدي فابریکې فعالیت لري

د هرات د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین وایي، په دغه ولایت کي د خصوصي سکتور په برخه کي تر زر زیاتي تولیدي فابریکې فعالیت لري.
د یاد ولایت د صنعت او سوداګرۍ رییس مولوي بشیر محمد سیرت ویلي، ۸۰۰ فابریکې د دغه ولایت په صنعتي ښارګوټي کي دننه او تر ۲۰۰ زیاتي له صنعتي ښارګوټي څخه د باندي په بېلابېلو برخو کي تولیدات لري.
د سیرت په خبره، په یادو فابریکو کي زرګونه هیوادوال په کار بوخت دي.
ده زیاته کړه، چي په هیواد کي کورنيو سوداګرو او پانګوالو ته د پانګوني ښه زمینه برابره ده او هڅي کیږي چي دوی ته د هرات په صنعتي پارک کي نوري مځکي هم ووېشل سي.