کرملین نن شنبه واشنګټن او د هغه متحدینو ته خبرداری ورکړی چي د روسیې او شمالي کوریا پر امنیت د ګواښ رامنځ ته کولو له هڅو څخه لاس واخلي. دا خبرداری د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له خوا ورکړل سوی دئ.
لاوروف ټینګار کړی چي مسکو یوازي په هغو مسایلو کي، چي شمالي کوریا ته اهمیت لري، د دواړو کوریاوو ترمنځ د خبرو اترو بهیر ته د مرستې نیت لري.
تر دې مخکي د شمالي کوریا رسمي خبري آژانس راپور ورکړی وو، چي د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د جمعې په ورځ شمالي کوریا ته رسېدلی دئ. دا سفر د دواړو هيوادونو د اړیکو د پراخېدو په هدف ترسره سوی دئ