مس عينک ۲مه پرله پسي لوبه وبايلل

مس عينک کرکټ لوبډلي نن د شپږیزي ۲۰ اوريزه کرکټ ليګ په ۱۷مه لوبه کي له بست لوبډلي څخه د ۸۴ منډو په توپير ماته وخوړه او مخکنۍ لوبه یې هم پر بند امیر بايللې وه.
د دې لوبي پچه مس عينک وګټل او بست ته یې د توپوهني بلنه ورکړه، بست لوبډلي په ۲۰ اوره کي د شپږو لوبغاړو په سوځېدو د دروېش رسولي ۷۶ او عجاز احمد ۴۵ منډو په جوړولو مس عينک لوبډلي ته ۲۰۵ منډي هدف ورکړ.
د مس عينک لوبډلي لپاره په توپ اچونه کي خليل ګربز درې لوبغاړي وسوځول.
مس عينک لوبډلي په ۱۹م اور کي د ټولو لوبغاړو په سوځېدو د وفي الله تره خېل ۳۳ او عبدالله تره خېل ۳۰ منډو په جوړولو ۱۲۰ منډي جوړي کړې او د بست لوبډلي له پاره په توپ اچونه کي نوراحمد، نصير خان، سميع الله او فريد احمد دوه، دوه لوبغاړي وسوځول.