مس عینک امو لوبډلي ته ماته ورکړه

د افغانستان کورني کرکټ شپږیزه ۲۰ اوریزه لیګ په دوهمه لوبه کي مس عینک کرکټ لوبډلي نن امو کرکټ لوبډلي ته په اتو وکټو ماته ورکړه.

په دې لوبه کي امو لوبډلي لومړۍ توپوهنه وکړه، دوی د شاهدالله کمال ۴۸ ناسوځېدلو او زبید اکبري ۳۳ منډو په مټ مس عینک لوبډلي ته ۱۵۲ منډي هدف ورکړ او د مس عینک لوبډلي لپاره په توپ اچونه کي ضیاء الرحمن اکبر او وحیدالله ځدراڼ دوه، دوه لوبغاړي وسوځول.

مس عینک یاد هدف په ۲۰م اور کي د ابراهیم ځدراڼ ۸۰ ناسوځېدلو او افسر ځاځي ۴۲ ناسوځېدلو منډو په مټ پوره کړ او د امو لوبډلي لپاره په توپ اچونه کي محمدالله یوه وکټه ترلاسه کړه.

په دې لیګ کي سبا دوې لوبي ترسره کېږي چي، لومړۍ لوبه د بست او سپین غر ترمنځ سهار نهه بجې او دوهمه لوبه بیا ماپښین د امو او بند امیر لوبډلو ترمنځ پر دوې بجې پیلېږي.