مصر په غزه کي د اوربند غوښتنه کړې

او مصر د سه شنبې په ورځ، وروسته له هغه په غزه کي د اوربند غوښتنه وکړه او د پراخي سیمه ایزي جګړې د پیل کېدو خبرداری یې ورکړ چي د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره وکتل.
السیسي خبرداری ورکړی چې ټولي خواوي باید “د پراخي سیمه ایزي جګړې له خطر” څخه بېره ولري.
بلینکن په اسرائیل کي له صدراعظم بنیامین نتنیاهو او نورو مشرانو سره له کتني وروسته مصر ته تللی. هغه تېره ورځ په تل ابیب کي د اسرائیلي چارواکو سره تر لیدو وروسته وویل چي اسرائیل په غزې کي د اوربند کېدو لپاره د امریکا لخوا وړاندیز سوې طرحه منلې ده.
بلینکن تر دې وړاندي له اسرائیل او حماس غوښتي و چي د روانو مذاکراتو لوری دي نه بدلوي، ځکه چي د هغه په خبره ښايي دا په غزې کي د اوربند او یرغمل سویو د خلاصون لپاره “وروستی چانس” وي.