تېره ورځ د ط..البانو یو غړي او ددې ډلي د کابل امنیه قوماندانۍ د حضرت حمزه کمپ استاد سعیدالله سعید ویلي و، که امیر امر کړی نه وي نو څوک حق نه لري، چي په خپله شخصي خوښه بهر ته د جهاد له پاره ولاړ سي او په وينا ئې چي اسلامي شريعت کښي هم ورته اجازه نسته.
بلخوا د سعيدالله سعيد خبرو ته په اشاره بیا د خېبر پښتونخوا ديني عالم مفتي نديم درويش وايي، چي د پاکستاني ط..البانو ملاتړ د افغانستان پر ط..البانو فرض عين دئ او بايد ملاتړ ئې وکړي.
هغه وايي چي ځيني ملايان دي د خپلو ګټو په سبب دين نه تحريفوي.