ملابرادر: د۴ ميليارده افغانيو په ارزښت ۱۸ پروژي منظور سوي.

د ریاست الوزرا له دفتره په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمیسیون په غونده کي د څلور میلیاردو افغانیو په ارزښت ۱۸ پروژې منظور کړې.

دغه منظورې سوي پروژې د د دفاع، کورنیو چارو، مخابراتو او معلوماتي ټ‍کنالورۍ وزارتونو او د افغانستان د برېښنا شرکت او کابل ښاروالۍ په بېلابېلو برخو کي دي.

په خبرپاڼه کي ویل سوي، چي په منظورو سویو پروژو کي د وردګو ولایت د چک بند د پاته چارو بشپړول، له ارغندۍ څخه تر غزني پوري د ۲۲۰ کیلو ولټ بریښنا د لین غځولو پاتي چارو بشپړول، د هرات او تور غونډۍ د ۲۲۰ کلیو ولټ لین چمتوکول، د زابل د شهر صفا ولسوالۍ تر مانجې پوري د سړک بیارغونه، د کابل ـ لوګر سړک د دوهم لین د پاتي چارو بشپړول، د باکیفیته او چټکو انټرنیټي خدمتونو وړاندې کول او یو شمیر نوري پروژې شاملې دي.