ملاله یوسفزۍ: د افغان ستنېدونکو میرمنو وضعیت د اندېښني وړ دئ

د نوبل جایزه ګټونکي پاکستانۍ ملاله یوسفزۍ پر خپل ایکس پاڼې لیکلي دي، چي د پاکستان څخه په جبر د افغان میرمنو د اېستلو وضعیت د اندېښني وړ دئ. د هغې په خبره دغه میرمني چي افغانستان ته استول کیږي، هلته افغانستان کي د هر ډول حقوقو څخه بې برخي او په ستونزمن حالت کي به ژوند تېره وي.
د ملالي په وینا چي افغانستان ته ستنېدونکي نجوني به د ښوونځي، پوهنتون، د کور څخه بهر د کارکولو، د بیان د ازادۍ او ټولو بشري حقوقو څخه بې برخي سي.
هغې د پاکستان د حکومت څخه غوښتنه کړې، چي د افغان میرمنو د جبري اېستلو څخه دي لاس واخلي او هغوی دي د بشري حقوقو څخه نه بې برخي کوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *