ملا برادر اخند او امیر خان متقي د رییسي د جنازې په مراسمو کي ګډون کړی

د بهرنیو چارو وزارت وایي، د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ یو لوړ رتبه پلاوي چي د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي یې ملتیا کوله، د ایران د جمهور رئیس ابراهیم رئیسي او بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د فاتحې په مراسمو کي ګډون وکړ.
بهرنیو چارو وزارت پر ایکس لیکلي چي د ا.ا پلاوي د ایران له نوي سرپرست ولسمشر دکتورمحمد مخبر او بهرنیو چارو وزیر باقر علي کني سره هم وکتل او د ایران له حکومت او ولس سره یې په دې مصیبت کي غمشریکي وښودل.
د پاکستان صدر اعظم شهباز شریف او د ځینو نورو هیوادونو مشرانو هم په دغو مراسمو کي ګډون کړی دی.
د ایران ستر مذهبي مشرایت‌الله علي خامنه‌ یي نن د تهران په پوهنتون کي د رییسي او نورو ایراني چارواکو د جنازې لمونځ ورکړ.