ملا برادر: د سېلاب ځپلو سره به تر هغه وخته مرستي کیږي چي ژوند یې عادي حالت ته راځي

چارواکي وایي، د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په بغلان ولایت کي د وروستیو سېلابونو له امله له زیانمن سوو هیوادوالو سره کتلي او هغوی ته د همکارۍ او مرستي ډاډ ورکړی.
د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت پر اېکس لیکلي، چي ملا عبدالغني برادر اخوند د بغلان ولایت ولسونو ته په خبرو کي ویلي، د دوی د راتګ موخه یوازي دا نه ده چي تسلیت ووایي بلکي ډاډ ورکوي چي مسوولین به یې تر هغه وخته پوري ترڅنګ وي تر څو په دغه ولایت کي خلک عادي حالت ته راوګرځي.
د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړې، ا.ا د متضرر سویو هیوادوالو د ژغورلو لپاره ټول امکانات په کار اچولي دي، ټول اړوند وزارتونه او ادارې په دې بوختي دي چي دوی ته عاجلي مرستي ورسوي.
هغه ډاډ ورکړی چي راټولي سوي مرستي به په شفاف ډول پر اړمنو خلکو وېشل کیږي.
ملا برادر اخوند پر ټولو ملي سوداګرو، شتمنو هیوادوالو، خیریه بنسټونو، موسسو او ادارو ږغ کړی چي په دغه سخت وضعیت کي د زیانمن سوو افغانانو لاسنیوی وکړي او له هغوی څخه خپلي مرستي ونه سپموي.