څراغ تلوېزیون ته سرچينو خبر ورکړی چي نن په ارګ کي د ط.البانو د رئیس الوزراء ملا.حسن اخوند په مشرۍ د کابينې په غونډه کي ملا.حسن د هب.ت الله د فرمان سربېره په افغانستان کي د بیا ځلي انټرنټ فعالولو خاص امر ورکړی دی.
سرچيني زیاتوي چي ملا.حسن په تېرو دوو ورځو کي د انټرنټ د بیا فعالولو له پاره د هب.ت الله سره د اړيکي هڅي کړي وې،خو هب.ت الله مثبت جواب نه و ورکړی،نو ځکه ملا حسن د هب.ت الله له مشورې پرته په خپل یو خاص امر سره په افغانستان کي انټرنټ فعال کړئ دی.
د یادوني وړ ده چي دوې ورځي مخکي د هب.ت الله په امر د منکراتو څخه د منع په بهانه په ټول افغانستان کی انټرنټ قطع سوی او تلیفوني اړيکي خرابي سوي وې.