ملا عبدالغني برادر د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر سره په خبرو کي یو ځل بیا د ټاپي پروژې د عملي کېدو یادونه کړې ده

د ريیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر رشید میریدوف سره په خبرو کي د نورو مسئلو ترڅنګ یوځل بیا د ټاپي پروژې د عملي کېدو یادونه کړې ده

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیالۍ پر خپله اېکس‌ پاڼه لیکلي چي، دواړو لورو د ویډیو کنفرانس له لاري، د دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او سوداګرۍ همکاریو پر لارو چارو سربېره د افغانستان په خاوره کي د ټاپي پروژې، په تورغونډۍ بندر کي د ریل‌ګاډي د سټېشن د پراختیا او د ترانزیټي او ټرانسپورټي اسانتیاو د رامنځه کولو پر لارو چارو خبري کړي دي.

په خپاره سوي بیان کي ویل سوي، د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، هېواد یې چمتو دی چي په نژدې راتلونکي کي پر ټاپي پروژې کار پیل کړي.

د ټاپي نل‌لیکه، چي څه باندي ۱۸۰۰ کیلومتره اوږده ده، په جوړېدو سره به يې له ترکمنستانه، د افغانستان له لاري پاکستان او هند ته ګاز ولېږدول سي.