ملا عبدالغني برادر د کابل ولایت د ارغندۍ سب‌سټېشن د پاته چارو د پيل پرانیسته وکړه

په کابل کي د ارغندۍ سب سټېشن د بغلان له خواجه الوان دښت څخه د کابل تر ارغندۍ سیمي پوري د ترکمنستان برېښنا د لېږد لپاره جوړېږي چي لګښت یې اته میلیونه او شپږ سوه زره ډالره اټکل سوی دی.

چارواکي وايي، د يادي پروژې کارونه به د شاوخوا دوه کلونو په جریان کي بشپړ سي چي د کابل په ګډون به د غزني، پکتیا، خوست او ننګرهار ولایتونو شاوخوا څلور سوه‌زره کورنۍ له برېښنا څخه برخمني سي.