ملي تجار نعمت: د افغانستان په غني طبيعي زېرمو کي لاهم افغانان د وچي ډوډۍ په تمه ناست دي

ملي تجار نعمت الله نعمت وايي چي د ملیاردونو ډالرو په ارزښت د افغانستان د کانونو د خرڅلاو او قراردادونو باوجود، د عامو افغانانو په اقتصاد کي هیڅ مثبت بدلون نه دئ راغلی. نوموړي دغه راز ويلي چي تر هغه وخت پوري چي یوه روښانه او اغېزمنه اقتصادي پالیسي جوړه نه سي، حتی د نورو ملیاردونو ډالرو په ارزښت د کانونو خرڅول به هم د افغانانو په ژوند کي بدلون را نه وړي: “که هر څومره کانونه خرڅ سي بيا به هم زموږ افغانانو د سترخوان به لا هم د وچي ډوډۍ څخه پرته نور هيڅ نه لري.”
په ورته وخت کي د اقتصاد پوهانو هم د افغانستان کانونو ته په اشاره وايي، چي د کانونو د استخراج او قراردادونو پروسه شفافه نه ده او د دې پرځای چي د ملي اقتصاد د پیاوړتیا او د ولس د ژوند د ښه والي له پاره ورڅخه کار واخيستل سي، ډېری وخت د محدودو کسانو یا بهرنیو شرکتونو په ګټه تمامیږي. د هغوی په وينا چي د اقتصادي پالیسيو نشتوالی او د ملي منابعو ناسم مدیریت د دې لامل سوی، چي د افغانستان بډایه طبیعي زېرمي د عامو خلګو په ژوند مثبت اغېز ونه کړي او ولسي خلګ به د يوې وچي ډوډۍ په ارمان شپې او ورځي سبا کوي.