ملګروملتونو له پاکستانه د بې‌اسناده افغان کډوالو پر ډله‌ییز ایستلو اندېښنه ښوولې ده

د نژادي تبعیض د له‌منځه وړلو په اړه د ملګروملتونو کمېټې د پاکستان له‌خوا د افغان کډوالو د ډله‌ییز ایستلو په اړه د خپلو څېړنو پایلي خپرې کړي دي.
دې کمېټې د افغانانو جبري او ډله‌ییز ایستل ټکان ورکوونکي بللي دي او په‌دې اړه یې جدي اندېښنه ښوولې ده.
د دې کمیټې مشر وایي، چي د افغان کډوالو د ډله‌ییز اخراج په پلان کي پاکستان اووه لکه افغانان ایستلي دي.
پاکستان تېر کال د افغان کډوالو ډله‌ییز جبري ایستل پیل کړ.
د نژادي تبعیض د له‌منځه وړلو په اړه د ملګروملتونو کمېټې مشر زیاته کړې چي پاکستان باید د زیانمنو افغانانو په تړاو جلا څېړني وکړي ترڅو ځيني دا افغانان لکه بې سرپرسته کوچنیان د قاچاق او ناوړه استفادې له خطرونو وژغورل سي.