ملګرو ملتونه: د دوحې په راتلونکې غونډه کي د افغان ښځو استازي برخه نه اخلي

ملګرو ملتونو تائید کړې چي په دوحې کي د افغانستان په هکله د یو شمیر هیوادونو د ځانګړو استازو په دوه ورځنۍ غونډه کي به د افغانستان د مدني ټولني، مېرمنو او بشري حقونو مدافعینو پوري اړوندو اندېښنو باندي خبري ونه سي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تر پرونۍ غونډي وروسته د یوناما مشري روزا اوتنبایووا په نیویارک کي خبریالانو ته وویل، ملګرو ملتونو ته څوک شرایط نه سي ایښودلای چي څرنګه غونډه به جوړوي.
هغې زیاته کړه، چي د دوحې د راتلونکي غونډي مشري د ملګرو ملتونو سیاسي مشره روزماري دیکارلو کوي او د افغانستان لپاره د۲۲ هیوادونو په ځانګړیو استازیو کي چي کومي ښځي دي، هغوی به هم ګډون پکښي وکړي.
په دوحه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو دوه ورځنۍ غونډه د جون په ۳۰مه پيلېږي.
په دې غونډه کي د افغان مېرمنو د استازیو پر نه ګډون د بشري حقونو یو شمېر ډلو سخت اعتراض کړی دی.