ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام : اړمنو کسانو ته د مرستو د چمتو کولو لپاره ۶۶۷ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري

په افغانستان کي د بشري مرستو د کمیدو سره هممهاله د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چي د روان ۲۰۲۴ کال ترپایه په دغه هیواد کي اړمنو کسانو ته د مرستو د چمتو کولو لپاره په بیړني ډول ۶۶۷ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري.

دغه پروګرام د سه شنبې په ورځ د ایکس په ټولنیزه شبکه کي لیکلي چي اوس مهال لسګونه زره افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو دغه ادارې ویلي چي اوس مهال په افغانستان کي لږترلږه ۱۲ میلیونه کسان په دې نه پوهیږي چي راتلونکي خواړه به له کوم ځای څخه ترلاسه کړي.

همداشان د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کي په خوارځواکۍ د اخته امیدواره او کوچنیانو ته د شیدو ورکوونکو میندو او د پنځه کلنو څخه د کم عمر کوچنیانو د شمیر پر زیاتیدو اندیښنه ښودلې.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر “اوچا” د سپټمبر پر پنځمه د ایکس په ټولنیزه شبکه کي لیکلي چي په افغانستان کي بیوزلۍ د هرو دوو افغانانو څخه پر یوه یې اغیزه کړې ده.