ملګرو ملتونو په افغانستان کي د اوبو د کمښت د بحران په اړه خبرداری ورکړی

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) په افغانستان کي د اوبو د کمښت د بحران په اړه خبرداری ورکړی او وایي، چي دې ننګوني په افغانستان کي میلیونونه خلک اغېزمن کړي.
دغه سازمان په خپل یو تازه راپور کي ویلي، چي د افغانستان شاوخوا ۷۹ سلنه وګړي کافي اوبو ته لاسرسی نه لري.
په راپور کي زیاته سوې چي سخته وچکالي، اقتصادي بې ثباتي، د اوږدمهاله شخړو اغیزې او د اقلیم بدلون هغه عوامل دي چي دا بحران يي رامنځ ته کړی.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د اوبو پر حیاتي رول ټینګار کړی او ویلي یې دي چي د هیواد په بېلابیلو ولایتونو کي یې د څښاک د پاکو اوبو رسولو له سلګونو پروژو څخه ملاتړ کړی.
د ملګرو ملتونو له دې خبرداري سره سره په وروستیو اونیو کي د واورو او بارانونو څپې په هیواد کي نوي کال ته هیلي زیاتي کړي دي.
که څه هم د افغانستان په ډېری ولسوالیو کي د اوبو د مهار لپاره چیکډیمونه جوړ سوي خو دغه چیکډیمونه د ټيټ کیفیت له امله زیانمن سوي او یا اوبو په پوره توګه له منځه وړي دي.