په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همږغۍ دفتر (اوچا) سږکال په افغانستان کي د خوارځواکو کوچنیانو په شمېر کي د زیاتوالي خبرداری ورکړی او زیاته کړې یې ده چي تر ۲۰۲۵ کال پوري به د اقلیم بدلون د سلګونو زرو کوچنیانو ژوند اغیزمن کړي.
دې سازمان تېره ورځ یو راپور خپور کړی، په دې راپور کي ویل سوي چي سږکال به په افغانستان کي له نیم میلیون څخه ډیر کوچنیان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ سي.
ملګرو ملتونو، د دې په یادولو سره چي د اقلیم بدلون په افغانستان کي د سلګونو زرو کوچنیانو ژوند اغیزمن کړی، ټینګار کړی چي دا پدیده د خلکو وړتیا محدودوي چي خپلو کورنیو ته خواړه چمتو کړي.
د OCHA د شمېرو له مخي، په افغانستان کي شاوخوا ۲۲.۹ میلیونه خلک چي د ټول نفوس نږدې نیمایي برخه کيږي د ژوندي پاته کېدو لپاره پر بشري مرستو تکیه کوي.
اوچا زیاته کړې چي په افغانستان کي بې کاري او بېوزلۍ د هیواد شاوخوا ۴۸ سلنه نفوس اغیزمن کړی دی.