د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) مرستیال «دوویل موکرجی» د ا.ا له چارواکو سره په کتنه کي په افغانستان کي د چاپیریال ساتني پروژو د پلي کولو پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي چي د اقلیمي بدلون له امله له رامنځتهشویو ګواښونو سره مبارزه باید د هېوادونو د سیاسي اجنډا تر اغېز لاندي نه وي.
د چاپېریال ساتني ملي ادارې ویلي، چي د دې ادارې مشر، مطیع الحق خالص د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام د مرستیال «دوویل موکرجی» په مشرۍ د یاد سازمان له پلاوي سره کتلي دي.
د ملګرو ملتونو دغه چارواکي د چاپېریال ساتني ادارې له مشر سره په کتنه کي ویلي، چي افغانستان د اقلیمي بدلون له ګواښونو سره مخ دی او د دې موضوع په اړه د هیوادونو سیاسي چلند له دې ګواښونو سره د مبارزې مخه نیسي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ دفتر یا اوچا افغانستان د نړۍ په هغو لسو هیوادونو کي شپږم حساب کړی چي د اقلیمي بدلون له ګواښ سره مخ دي.