د بشري حقونو په برخه کي د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر ولکر ترک په ایران کي د اعدامونو پر زیاتېدو اندېښنه ښوولې او له ایرانه یې د دې سزا د بندېدو غوښتنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څانګي خبر ورکړی چي په ۲۰۲۴ کي د ایران له خوا د اعدامونو شمېر ۹۰۱ ته لوړ سوی دی.
هغه په ایران کي د اعدامونو پر زیاتیدو د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ ویلي چي نور باید د ایران اسلامي جمهوریت د اعدامونو څپې ودروي.
بل خوا د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر ویاندي لیز تروسل د ژنیو په یو خبري کنفرانس کي خبریالانو ته ویلي چي په ۲۰۲۴ کال کي لږ تر لږه ۳۱ کسان د ایراني حکومت لخوا اعدام سوي چي دا په تېرو ۱۵ کلونو کي تر ټولو لوړه شمېره ده.
په وروستیو میاشتو کې له نړیوالو غبرګونونو سره سره په ایران کې د افغانستان د اتباعو په ګډون د اعدام د سزا د تطبیق لړۍ خورا چټکه سوې ده.