د افغانستان د همږغۍ ډلي د غونډي په درشل کي ملګرو ملتونو له افغانستان سره د نړیوالو مرستندویانو د حیاتي ملاتړ غوښتنه کړې ده.
په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یوناما د بیان له مخي تمه ده دا اوونۍ په استانبول کي د افغانستان د همږغۍ ډلي غونډه وسي.
ملګري ملتونه تمه لري چي په دې غونډه کي د روان ۲۰۲۵ کال لپاره مرستي ټولي کړي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال او د بشري چارو د همږغۍ مسوول اندریکا راتواته ویلي، د بیوزلۍ او کړاو د ختمولو لپاره باید بېړنۍ لاري چاري ولټول سي او تر څنګ یې د اوږدمهاله ثبات فکر هم وسي.
ملګرو ملتونو ویلي، چي تېر ۲۰۲۴ کال مرستندویانو د افغانستان لپاره درې میلیارد او دوه سوه لس میلیونه ډالره مرسته وکړه او تر ډېره یې عاجلي بشري اړتیاوي پوره کړې.