ملګرو ملتونو یو ځل بیا پر طالبانو ږغ کړی چي د ښځو او نجونو د حقونو له محدودوونکو پالیسیو لاس واخلي

د ملګروملتونو امنیت شورا یو وار بیا په افغانستان کي د حکومت پر هغو پالیسیو او تګلارو ژوره اندیښنه ښکاره کړه چي په دې هیواد کي د ښځو او نجونو بشري اساسي حقونه یې سخت محدود کړي دي.

په هغه اعلامیه کي چي د امنیت شورا د ملګروملتونو په ویبپاڼه کي خپره کړې، ویل سوي چي د افغانستان په اړه د امنیت شورا د ډسمبر د دولسمي د غونډي په تړاو د دې شورا غړي د طالبانو د هغو پالیسیو او کړنو دوامداره منفي اغیزو ته ژوره اندیښنه لري چي د افغانستان په سوله، ثبات او پرمختګ او د ښځو او نجونو بشري حقونه او اساسي آزادۍ محدودوي.

د امنیت شورا غړیو خپل پریکړه لیک ته په اشارې سره د افغانستان د راتلونکي او اوږدمهاله پرمختګ لپاره د ښځو او نجونو د بشپړ، مساوي، معنی لرونکي او خوندي ګډون د ډاډمن کولو پر اړتیا ټینګار کړی او له طالبانو یې غوښتي چي ژرترژره دي د طبي زده کړو په مرکزونو کي د ښځو پرزده کړو د بندیز په ګډون له دغو پالیسو او چلندونو لاس واخلي.