ملګري ملتونه: افغانستان په زياته کچه د افغان کډوالو د بېرته ځای پر ځای کولو امکانات نه لري

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري وايي، سږ کال له ایران او پاکستان څخه تر ۲.۳ میلیونه زیات افغان کډوال بېرته افغانستان ته راغلي.
دغه ادارې ویلي، ډېری دغه کډوال د ايران او پاکستان د فشارونو له امله افغانستان ته راغلي، حال دا چي افغانستان د دوی د منلو لپاره لازم چمتووالی نه لري.
دغه سازمان د نړۍوالي ټولني غوښتي چي د دغو بېرته ستنو سوو افغان کډوالو ته دي بېړنۍ مرستي ورسوي او د هغوی وضعيت ته دي پاملرنه وکړي.
راپورونه ښيي چي د کډوالو بېرته ستنولو لړۍ لا هم روانه ده او تمه ده چي زرګونه نور افغانان هم له پاکستان او ایران څخه وایستل سي.
د کډوالو نړۍوال سازمان د معلوماتو له مخي، په تېرو دوو کلونو کي نژدې ۴ میلیونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته تللي.