د ملګرو ملتونو دبشري اوسېدو پروګرام د چهار شنبې په ورځ په يوه نشر سوي راپور کي ويلي دي، چي په افغانستان کي ۹ ميليونه وګړي په داسي سيمو کي اوسېږي، چي د ژوند کولو هيڅ سهولت نه لري.
په دغه راپور کي ويل سوي، چي دغه افغانان د څښاک پاکو اوبو، روغتيايي خدماتو، ښوونځی او دې ته ورته د ژوند کولو نورو اړینو اسانتیاوو ته لاس رسی نه لري او ژوند په خورا سختۍ سره تېره وي.
دغه سازمان د ايران او پاکستان څخه د افغان کډوالو راتګ ته په اشاره سره ويلي دي، چي افغانستان کي موجوده ۹ ميليونه وګړي په داسي ځايونو کي اوسېږي، چي د ژوند کولو له پاره مناسيب نه دي، دا چي کډوال راځي نو دغه حالت نور هم د ګواښ سره مخامخ کېږي.
دغه سازمان د نړۍوالو بشري سازمانونو څخه غوښتنه کړې ده، چي په دغه برخه کي د افغانانو سره خپلي مرستي جاري وساتي.