د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندق (یونیسف)، د خوړو نړۍوال پروګرام، د وګړو صندوق، د خوړو او کرني سازمان او د روغتیا نړۍوال سازمان د يکشنبې په ورځ په يوه خپره سوې خبرپاڼه کښي ويلي دي، چي په افغانستان کي ښځي او ماشومان د خوراځواکۍ د جدي خطر سره مخ دي.
د ملګروملتونو اړوند دغه سازمانونو د نړۍوالو همکاره سازمانونو څخه غوښتنه کړې، چي د افغانستان د ميرمنو او ماشومانو سره دي د خوراځواکۍ سره د مبارزې په برخه کي مرسته وکړي.
هغوی وايي په دې برخه کي په نړۍواله، ملي او ټولنیزه کچه بېړنی اقدام د دغه روان ناورین ویجاړوونکو اغېزو د کمولو له پاره اړین دئ.
د ملګرو ملتونو یادو بنسټونو ویلي، افغانستان د ۱۵ هغو هیوادونو په ډله کي دئ، چي ډېر ماشومان پکښي ضایع کېږي او له ۳،۵ میلیون ډېر له پنځو کلونو کمعمره ماشومان په دغه هیواد کي په خوارځواکۍ اخته دي، چي له ډلي ئې ۱،۴ میلیونه ماشومان د مرګ له ګواښ سره مخ دي.
دغه سازمانونه وايي که چيري نړۍوال مرستندويان په دغه برخه کي د افغانستان سره مرسته و نکړي، دغه حالت به په دغه هيواد کي نور هم جدي سي.