ملګري ملتونه: افغانستان یو له هغه پنځو هیوادونو څخه دی چي د جبري بې ځایه سویو کډوالو تر ټولو لوړه شمېره لري

د کډوالو په چارو کي د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري “یواین‌ایچ‌سي‌آر” وايي، افغانستان یو له هغو پنځو هیوادونو څخه دی چي د جبري بې ځایه سویو کډوالو تر ټولو لوړه شمېره لري چي نږدې شپږ نیم میلیونه ته رسیږي.
د “یواین‌ایچ‌سي‌آر” د نړیوالو بهیرونو د راپور له مخي، چي د ۲۰۲۳م کال تر پایه په نړۍ کي جبري بې ځایه کېدل او د کډوالو رسمي احصائیه وړاندي کوي، د یاد کال تر پایه په نړۍ کي ۱۱۷.۳ میلیونه خلک په جبري توګه بې ځایه سوي وه چي د ۲۰۲۴م کال په لومړیو څلورو میاشتو کي دا شمېر نور هم زیات سوی دی.
د کډوالو په چارو کي د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د راپور له مخي، د ټولو کډوالو درې پر څلورمه برخه «۷۲ سلنه» یې یوازي د پنځو هیوادونو څخه راځي چي افغانستان ۶.۴ میلیونه، سوریه ۶.۴ میلیونه، وینزویلا ۶.۱ میلیونه او اوکراین او فلسطین هر یو ۶ میلیونه جبري بې ځایه سوي کډوال لري.