ملګري ملتونه: اوچا ادارې د افغانستان د زلزلې ځپلو سره د مرستي له پاره لس ميليونه ډالر ځانګړي کړي

د ملګرو ملتونو د سرمنشي وياند سټيفان دوجارېک د يوه مطبوعاتي کنفرانس پرمهال ويلي دي، چي د ملګرو ملتونو د همږغۍ دفتر ( اوچا) د نړۍوالو بشري سازمانو په همکارۍ د افغانستان په ختيځ زون کي د زلزلې ځپلو کسانو سره د مرستي په موخه لس ميليونه ډالر ځانګړي کړي دي.
د هغه په خبره چي ډېر ژر به د زلزلې ځپلو کسانو سره د اوچا ادارې له خوا په بېلابېلو برخو کي د مرستي بهير پيل سي او تر اړمنو کسانو پوري به ورسېږي.
دوجارېک په ياد مطبوعاتي کنفرانس کي ويلي، چي د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (UNHCR) د ۴.۵ میلیونه ډالرو په ارزښت بېړني مرستي کنړ او جلال اباد ته استولي دي چي په دغو مرستو کي خیمې، کمپلي، د اوبو لوښي، ګازي دېګونه، سولر څراغونه او ترپالونه شامل دي.