ملګري ملتونه د افغانستان د روانو حالتو اړوند نن غونډه کوي

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ اعلان کړی، چي نن دوشنبه به د افغانستان د اوسني حالت اړوند غونډه کوي. په دغه غونډه کي د افغانستان د مېرمنو، نجونو ا وبشر حقونو اړوند بحث کېږي.
په ملګرو ملتونو کي د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست، نصیر احمد فایق، ویلي: ((اميد لري، چي په دې ناسته کي یوه پرېکړه ‌لیک تصویب سي، چي د افغانستان د خلګو، په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو د حقونو، پر وړاندي د نړۍوالي ټولني ژمنتیا او همداراز د یوه سوله ‌ییز او ټول‌ شموله راتلونکي له پاره ملاتړ به پکښي شامل وي.))
بايد وويل سي، چي د ملګري ملتونو د عمومي اسامبلۍ دغه غونډه نن دوشنبه د کابل پر وخت پر ۰۶:۳۰ دقیقې پيلېږي